شين خالۍ,اومه برخه :سميع الدين افغاني
زيړګل ورو ورو د ښارې ژوند ، دپوهنتون د ماحول ، نويودوستانو ،ملګرو او استادانو سره اشنا کيده خو په هغه کې د کليوالې ژوند تاثیرات اوکرکتر د ورايه په سترګوکيده ٠هغه هم د کلو او بانډو ژوند او د ښاري ژوند تـــوپيرونه احساسول ،هلته په کلي کې د زمينداري او مالداری تر څنګ پرګنيزې مرا ودی او ورځنی چارې،دلته د علم او پوهې ماحول دا هغه تفاوتونه وه چې زيړ ګل ورسره نوی بلديده ، هغه به کله کله دا متل کاوه چې واېې ٠