د لوی افغان ټولنه به په نږدې راتلوونکي کې د خدای بښلي اجمل خټک د بېسارو خدماتو په وياړ د نوموړي په ياد د پاک کلام د ختم او درنښت يوۀ غونډه راوبلي٠
خدايه وبښې زمونږ مېندې بابا ګان
خوېندې ورونه ،مونږ ،زمونږ واړه دوستان
ربه فضل او کرم ستا نه مونږه غواړو
ته فاضل يې هم کريم يې هم رحمان
عبادت ، روژې توبې مو کړې قبولې
مخ تورن نکړې خالقه د نبي خپل امتيان
ثوابونه،کرامات واړه ستا د پاک قران
ور تقديم په روحانيت دي د نبي اخر زمان
بيا (اجمل) چې ځان يې حق ته در بښلۍ
ور بښلۍ مو وه ته دی ثواب ستا د بېان
کوره نۍ ته يې خالقه ورکړې صبر په ايمان
د غمونو نه يې وساتې همه واړه خپلوان
خدايه وبښې زمونږ مېندې بابا ګان
خوېندې ورونه ،مونږ ،زمونږ واړه دوستان
محمد حامد الوتاند
دستاکتن ښار کليفورنيا د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ٧مه