غزل : رفیع الله زیار
مينه مې ځـــــــای کړه د ګوګل غېږه کې
بورا ژوندون غـــــــــــــــواړي د ګل غېږه
وچــــــــکالي راغله درنه مړاوی به شي
ګل کــــــړه اوده پاس د اوربل غېږه کې
سهــــــــــــــــار نسيم د رانه وغورځوي
کني په خــوب کې مې وې تل غېږه کې
د پرښتې جــــــــامه کې پټ دی شيطان
د پېښــــــــــــــــور او د کابل غېږه کې
ګوره تر څو چې يې جذبې پر ځای وي
زيار د ســـــــــــــــــــــاتي د غزل غېږه کې