غزل :رفيع الله - زيار
كه د ګل څانګه د وطن ماته شي
هم ككرۍ به د دښـــمن ماته شي
سپينې كوترې به په سيل رادرومي
چې د ښكاري د ټوپك ستن ماته شي
ستا د ښكلا د ليدو توان نه لري
وړانګه د لمر چې پر تن ماته شي
له مودو تږى ستا د مخ د ليدو
ياره! دا تنده مې كه نن ماته شي
سهار كې ښه ټينګه توبه وباسم
ناصيحه!بيا په ماسختن ماته شي
درپسې اوښكه سلامته توى كړم
دا ملغلره پر لـــــــــمن ماته شي
څنګه زيار ورباندې وكړي باور؟
هره وعده د دروغجن ماته شي
رفيع الله - زيار