نوى غزل : انوارالحق يرغل ننګرهار
اول دې يار کړم اوس کوې رانه انکار جانانه
نور به څه نه ويم خداى دې وچيچه په مار جانانه
ستا اننګو ، سترګو او شونډو له ايمانه خلاص کړم
ستا د بدن دغه شپږ غړي دي کفار جانانه
ولې په ما کې څه بدي ده چې تا نه راکوي
که خداى تعالى دې شه دې زوړ پلار ته په قار جانانه
زه چې دې سترګو ته ډېر وګورم غزل ښه ليکم
زما د ښه غزل لپاره وکړه وار جانانه
خداکه دا يو دله رقيب رانه ژوندى پاتې و
ارمان چې زه ( يرغل ) کړم تش لاس ( ډي ډي آر ) جانانه