NAB - دلاري آداب ،: زاهد جلالی


       سرليكونه
· لومړۍ پاڼه
· لټون
· موضوعګاني
· نور سايټونه
· وړانديزونه اولارښونې
· د ليكنې ليږل
· د ليکنو زيرمه
· د ليکنې موندل
· د پاڼې څرنګوالی
· دليکنو زيرمه
· دليکوالو ورځنۍ ليکنې


       منځپانګه
· ټولنپوهنيز –كلتوري بحث : م۔ا۔كرگر
· بشر مل ناصر څو ښکلي شعرونه
· د ازادي د ورځ په ویاړ : حفیظ ملیار
· د لانجو اواري ..: محمد نعيم كاكړ
· د خوا خو ۍ پېغا م
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· مرګ اوژوند : شکرالله طاهري
· غـــزل : سمیع الدین افغاني
· مبایل : ګل رحمن رحماني
· دوستي : محمد یوسف
· داجل ساقي : شکرالله طاهري
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· غزل : بشرمل نا صر
· ساپی د ادبي او.. :عبدالقادر مسعود
· غزل . بشرمل ناصر
· غزل : دروېش درانى
· غزل : بشرمل ناصر
· غزل : شکرالله طاهري
· درمضان دمياشتې روژه :امين زی
· غزل:سلګۍ ځلا
· د جنت مياشت : رشتين
· نن يو مخ پښتانه ولي..؟ نعیم کاکړ
· غزل:محمد یوسف خدمتګار
· ټولو لوستونکو او ليکوالو ته
· غزل//انعام الله ګوهر
· دریڅه : ډاکټر حنیف بکتاش
· څه تيريږي؟سميع الدين افغاني
· غزل :انورالحق ( يرغل )
· د جلال پرشعر څوخبرې :رغاند
· غزل : محمد یوسف

ډېر مخكېني مطالب


 اسلام: دلاري آداب ،: زاهد جلالی

اسلامي ليکنې

دلاري آداب ،ليكنه: زاهد جلالی
دلاري دآدابو مرعات کولو ته بايد ډيره پاملرنه وشي خو متاًسفانه چي نن ورځ زمونږ څخه فوت شوي دي.دبشريت سترلارښود زمونږ ګران نبي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په يوه حديث کي په څو ټکوکي دلاري آداب راښودلي.



يوه ورځ رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته وويل چي لاروکي له ودريدو څخه ځان وژغوري، اصحابو وويل چي مونږ يواځي خپل ورځني بحث کوو،رسول الله صلې الله عليه وسلم وفرمايل:
چي داسي ده نو دلاري آداب مراعات کوي،اصحابو پوښتنه وکړه:
لاره څه آداب لري؟
رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:
دسترګو حفاظت،دلاري څخه دمضر څيز لري کول،دسلام ځواب ويل او دامربالمعروف او نهي عن المنکر دفريضي اداء کول.
دلاري آداب دپورتني حديث څخه په اقتباس او نورو اضافياتو سره په لاندي ډول دي:
1-دسترګو ساتنه:
دسترګو دساتني څخه مطلب نامحرمو ښځوته نه کتل دي.
دسترګو په حفاظت سره ټولنه محفوظيږي.
2-دلاري څخه مضر څيز لري کول:
ددي ترڅنګ چي دلاري پاکول يو دلاري دآدابو ځني دي پدي کي لوي اجر هم شته. ر
سول الله صلي الله عليه وسلم په يوه حديث کي فرمايي چي دلاري پاکول دايمان دادنۍ شعبو څخه شميرل کيږي.
3-دسلام ځوابول:
دسلام په اړوند ډير احاديث شته او دسلام ځوابول ديومسلمان پربل مسلمان حق دي اوددي په واسطه دمسلمانانو ترمنځ مينه او محبت پيداکيږي.
4-په نيکيو امر او له بديو څخه منع:
امربالمعروف او نهي عن المنکر څه شرايط لري چي لمړي بايد پرهغو ځانونه وپوهوو او بيا پري عمل وکړو.
5-په منځني توګه تګ:
پر لاره تلل بايد په متوسط ډول وي نه ډير چټک او نه هم ډير ورو حضرت لقمان خپل ځوي ته نصيحت کوي او ورته وايي چي په لاره کي په کبر او غرور مه ګرځه ځکه ته نه مځکه څيرولي شي او نه هم له غرو څخه او چتيداي شي.
6-دلاري په يوه څنډه کي تګ:
په څنډه کي تګ دا ګټه لري چي دموټرو او نورو نقليه وسايلو له شره به محفوظ وي.
کله چي ښځه اونر پر لاره سره برابر شي نو څنډه ياطرف دښځي حق دي.
7-لويانو سره په تګ کي آداب مراعات کول:
له لويانو سره بايد ځني ځانګړي آداب مراعات شي.
8-په لاره کي له خوړلو څخه ځان ژغورل:
که مو پام شوي وي په لاره کي خوړل دانسان شخصيت متضرر کوي او سړي بد ښکاري.
دپورتنيو آدابو ترڅنګ په لاره کي غږ نه اوچتول اوله ملګرو سره له بيځايه ټوکو څخه هم بايد ځان وژغورل شي.




 
       پيوندونه
· . اسلامي ليکنې
· . lawang


. اسلامي ليکنې:
حقوق د احاديثو په پلوشو كې



       امتياز
منځنى امتياز: 5
د رايو شمېر : 1


د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد



       ټاكنې

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل



اړوندې موضوعګانې

اسلامي ليکنې





د اړيكوپته:nangrahar@gmail.com
Новая страница 1