NAB - له غونډې نه ۳۰ دقیقې


       سرليكونه
· لومړۍ پاڼه
· لټون
· موضوعګاني
· نور سايټونه
· وړانديزونه اولارښونې
· د ليكنې ليږل
· د ليکنو زيرمه
· د ليکنې موندل
· د پاڼې څرنګوالی
· دليکنو زيرمه
· دليکوالو ورځنۍ ليکنې


       منځپانګه
· ټولنپوهنيز –كلتوري بحث : م۔ا۔كرگر
· بشر مل ناصر څو ښکلي شعرونه
· د ازادي د ورځ په ویاړ : حفیظ ملیار
· د لانجو اواري ..: محمد نعيم كاكړ
· د خوا خو ۍ پېغا م
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· مرګ اوژوند : شکرالله طاهري
· غـــزل : سمیع الدین افغاني
· مبایل : ګل رحمن رحماني
· دوستي : محمد یوسف
· داجل ساقي : شکرالله طاهري
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· غزل : بشرمل نا صر
· ساپی د ادبي او.. :عبدالقادر مسعود
· غزل . بشرمل ناصر
· غزل : دروېش درانى
· غزل : بشرمل ناصر
· غزل : شکرالله طاهري
· درمضان دمياشتې روژه :امين زی
· غزل:سلګۍ ځلا
· د جنت مياشت : رشتين
· نن يو مخ پښتانه ولي..؟ نعیم کاکړ
· غزل:محمد یوسف خدمتګار
· ټولو لوستونکو او ليکوالو ته
· غزل//انعام الله ګوهر
· دریڅه : ډاکټر حنیف بکتاش
· څه تيريږي؟سميع الدين افغاني
· غزل :انورالحق ( يرغل )
· د جلال پرشعر څوخبرې :رغاند
· غزل : محمد یوسف

ډېر مخكېني مطالب


 ژباړه: له غونډې نه ۳۰ دقیقې

ژباړنې

له غونډې نه ۳۰ دقیقې (څلورمه برخه)
ډلې څنګه کار کوي؟
کېدای شي له بیېلابېلو ډلو سره مخامخ شئ: هغه ډله چې یواځې یوځل یې غونډه جوړه کړیده، یوه نوې منځ ته راغلې ټولنه او یا یو عادي انجمن....ستاسو ونډه دیوې ډلې په نوم دهغوي اداره او په کار اچول دی. د ډلو د کړنې د ډول په اړه فکر کول تاسو ته اجازه درکوي چې:



• هغه څه چې په غونډو کې تیریږی، ښه درک کړئ
• تشخیص کړئ چې په غونډه کې خبرې اترط د نورو خبرو اترو له ډولونو سره توپیر لري.
• دغونډې پایله یا حاصل ته پراختیا او اوپرمختګ ورکړئ.
کولای شو چې ډله دوګړو یو شمېر چې په یوې بڼې یوله بل سره په متقابلې کړنې، یو له بله خبر اوخپل ځانونه یوه ډله ګڼي، تعریف کړو. په دې تعریف سره یوه ډله د دولسو تنو شمېر ته محدود دی. هره لویه غونډه به د پراخې ستونزې سره مخامخ وي او احتمال لري چې د ډلو لاندې ښکاره شي. دیو کورني سوداګریزې غونډې آیډیال اندازه له ۶ تر ۹ تنو پورې وي.
هره ډله د هر ځانله ځانله کس ځني جوړه وي. کله چې یوې ډلې ته ورپېژندل کیږو، څلور بنسټیز موخې تعقیبوو:
• ښه حس(جسمي، فکري، احساسي، اقتصادي او روحي)
• د تړاو احساس لرل
• د ټولو له خوا په رسمیت پېژندل کیدل
• د ټولو په ژوند څار
که ډله دغه اړتیاوې پوره کړي، مونږ د هغی د ملاتړ له لارې غبرګون ښایو. او که د ادغام او نه پاملرنې احساس وکړو، په فیزیکي او فکري توګه په شا کیږو اویابله ستراتیژي تعقیبوو. د په شاتګ دنښو څاروونکي اوسئ:
• له خبرواترو ځان ساتل
• له مېزه لیرې کښېناستل
• په مېز یا ځمکې باندې سترګې خښول
• بې ځایه کرښې ایستل، په چټکۍ سره لیکل، ځان بوختول اویا د نوکانوسره.... لوبې کول.
• تحریکوونکي او مخالف تاویلونه
• دنورو وګړو څرګندونو ته دفاعي ځوابونه
• دډلې په منځ کې د مرستې او ملګرتیا غوښتنه
دګډونوالو لست ته وګورئ، هغوي یوله بل سره تصور کړئ. آیا د یوی ذاتي ډلې جوړښت ورکوي؟ ترکومه یو بل په ښه توګه سره پیژني؟ له یو بل ځني يي علاقه، موخې، هیلې او تصور څه دی؟ آیا دوي ټول د یوې ډلې په منځ کې د یووالي وړ دي؟
کېدای شي ډله رسمي اویاغېر رسمي وي. رسمي ډلې په باخبره توګه منځ ته راځي، پدې موخه چې څرګندې دندې سرته ورسوي او یا ځانګړې کړنې پوره کړی. ټیم یو رسمي ډله ده. برعکس غېر رسمي ډلې په خپل سر جوړیږي. په غېر رسمي ډلو کې- که وغواړو کلي خبرې وکړو- بشري ستونزې چې رسمي ډلې هغه نالیدلي نیسي او یا پکې غفلت کوي، غوړیږي. ستاسو په غونډه کې کېدای شي دا ډول عناصر شتون ولري. په ساده توګه رسمي ډلې غواړي په پوره توګه په چټکۍ سره کار وکړي. ددې لپاره چې خپله ترې خوند واخلي، پداسې حال کې چې پوره غېر رسمي ډلې غواړي چې دکار کولو په ځای خپل زیات وخت په ټوکو او تفرېح ولګوي.
ترټولو رسمي ډلې سختو کړنلارو ته اړدي چې د هغوي د بیلتون نه مخنیوی وکړي. دغونډو قوانین باید داسې جوړشي چې هر کس ته د ګډون اجازه ورکړ شي. د زور نه مخنیوی وشي او اطمینان ورکړل شي چې د غونډې کار په خپل وخت کې پای ته رسي. که ټاکل شوې ده چې د داسې یوې غونډې مشري مو په غاړه وي چې پکې د دولسو څخه زیات کسان ګډون ولري، رسمي پریکړوته ځیر شئ چې تاسو ته به د قومندې په ورکولو کې مرسته کوي.
د رسمي غونډو پورې تړلي ټکي
• مطمئنه شئ چې په خپلې ډلې باندې په حاکموقوانینو خبر یاست. دغه قوانین کېدای شي چې د قوانینو په یوې مجموعې یا په اکثرو ټولنیزو اسنادو کې لیکل شوي وي.
• آیا یواځې د نصاب د حد په اندازې سره کولای شئ غونډه جوړه کړئ؟ کېدای شي له هغې پرته د پرېکړو په کولو او حتی د غونډې په پېل کولو بریالي نشئ.
• آیا له غونډې مو وړ معلومات ورکړي دي؟
• آیا له وړاندیزونو، طرحو، او اصلاحاتو جوړ یو سیستم اداره کوئ؟
• د خبرو اترو له کومو قواعو ګټه اخلښئ؟ په ترټولو رسمي غونډو کې ټولې څرګندونې مشر ته مخامخ دي.
• آیا اجنډا باید په یوې مخصوصې طریقې سره واخيستل شي؟
دیوې غونډې ترټولو لومړنی او مهمه اړتیا پایښت دی. ددې موخې په هعقيب، ډلې دوې موخې لري: وظیفوي موخې او ډله ائیزې موخي.
وظیفوي موخي د هغه کار پورې تړاو لري چې سرته رسي. او کېدای شي بهر د ډلې نه تحمیل او تمویل شي. ډله ائیزی موخې د هوئیت د پالنې د احساس او دډلې د ښه والي پورې تړاو لري. دغه موخې معمولا د ډلې د دننه ځني پالل کيږي او پرمختګ مومي. ستاسو په غونډه کې حاضره ډله دواړه موخې: ډله ائیزاو وظیفوي، مخ ته بیایي. دغونډې دمشر په توګه، ستاسو یو له مهمو دندو څني په دغو موخو کې توازن راوستل دي. پدې منظور چې غړي یو له بل سره نږدې اړیکې ولري او دهغوي ګډون نور هم فعال او کټور شي.
په لاندې شرایطو کې ستونزې راولاړیږي:
• کاري موخې د ډله ائیزو موخو په واسطه وپوښول شي(ډله ډېر ښه وخت په واک کې لري)
• کاري موخی، ډله ائیزی موخې رالاندې کړي او یا هغه ته ضرر رسوي(دبېلګې په توګه: کله چې دنده په زوره تحمیل شوی وي او یا ډله د ټينګار(فشار) لاندی وی)
• دوه ډوله موخې د تضاد او شخړې پایلی ته رسي(دبېلګې په توګه دډلې څني برخه په نورو باندې د دندو د تحمیل غوښتونکي وي).
په همدې اساس، څرنګه کولای شو دغه حساس تعادل ته لاس رسې ومومئ؟ پدی ځای کې څني ځانګړې دندې راوړل شوي دي، ښه به وي چې په نظر کې یې ونیسو. کېدای شي چې احساس کړئ چې ددې توان نلرئ چې داټول په غونډه کې په ښه توګه ترې ګټه واخلئ. ځني د هغوي نه په نظر کې ونیسئ او په هغوي برلاسي ته ځیر شئ.
• خپل کاري موخې څرګندې کړئ
• د خلکو نه د هغوي د ګډون په خاطر مننه وکړئ
• د نظر یوو بېلابېل ټکي د هسونې لاندې ونیسئ او په څرګنده تو ګه د خلکو ترمنځ چې نظریي بیانوي، امتیاز قایل شئ
• شواهد او مدارک وغواړئ
• د هغو کړنو سره چې ډله تهدیدوي او یا کمزوری کوي لکه: په سیاست سره څرګندونې، د غونډې پټه اجنډا د مدرک ښکاره کول او فردی حملو سره مبارزه وکړئ.
• وګړو ته مسؤلیت ورکړئ. دهغوي په رښتینولې او ژمنو باور وکړئ.
• د خبرو اترو د موخې یادونه دډلې سره وکړئ. ددی پر ځای چې پرله پسې د تېر په اړه و غږېږئ، کارونه مخ ته یوسئ.
• په ډله ائیزو لاس ته راوړنو ټینګار وکړئ
• خبرې کول او غېبت کول کم کړئ.
دډلې داجرائیی مسؤل سره اړیکه
دډلې اجرائیی مسؤل دغونډې داجنډا د لیکلو نه وړاندې ځني کارونه لري. هغه په اغلب ګمان سره د غونډې د تدارکاتو، نظم او ترتیب ورکولوکې دغونډې په اوږدو کې او د هغی نه وروستو څارنې مسؤل وي. دغه خلک چې په ګډه سره کوم شکایات بیانوي، په لاندې ډول سره دي:
• دغونډې د اعلان په وخت کې غونډې ته راوړل شوي دي.
• دندې یې نامعلومي دي.
• هغوی ته ندي ویل شوي چې د غونډې د اجنډا په جوړولو کې کوم سبک خپل کړي.
• نه درک کوي چې دغونډې خلک د کوم موضوع په اړه خبرې کوي.
• ګډونوال نه پېژني او یا د هغوی نوم یې ندی اورېدلی.
• د خبرواترو د شور او بې نظمۍ له و جهې نشي کولای هغه تعقیب کړي.
• د غونډې په موضوعاتو باندې د نه پوهېدو له وجهې ستړي او ستومانه دي.
• مقررې او پرېکړه شوي موضوعات ورته روښانه ندي .
• د غونډې اجنډا د مدیر یا نورو په واسطه تحریف او سانسور کیږي.
تاسو کولای شئ د ډېرو دغو ستونزو د رامنځ ته کېدو ځني مخنیوی وکړئ. د غونډې وړاندې په تیاری او اماده کولو کې اجرائیی مسؤل راګیر کړئ. مطمئینه شئ چې په لاندې موارده کې سره توافق لرئ:
• دغونډې موخه
• څوک ګډون کوي
• کوم موارد د غونډې په اجنډا کې ځای پر ځای شوي دي
• اړوند اطلاعات چې د غونډې د اجنډا په جوړولو کې مرسته کوي.
څنګه د غونډې پرمختګ ثبت کړئ؟ اجرائیی مسؤلین کولای شي له تاسو نه په ډېره اغېزناکه توګه د غونډې اجنډا جوړه کړي. په هغه صورت کې چې لاندې اختیارات ولرئ:
• د نا څرګندو ټکو په روښانه کولو کې مداخله
• د هرې برخې په پای کې د پرېکړو د جزیاتو په یادونی او د پرېکړه شوو کارونو سره د لنډیز تهیه کول.
ددغو موضوعاتو په اړه له غونډې وړاندې سره وغږېږئ. اجرائیی مسؤل کولای شي چې د وخت په ساتنه، په اجنډا باندی په پاتې کېدلو کې او د کار په ساتنې، د مشر سره مرسته وکړي. ددغو مسؤلېتونو منل د غونډې سرته رسونه نوره هم د خوښۍ وړګرځوي.

لیکوال : آلن بارکرAlan Barker:
ژباړن: شيرین آغا جهانګیر
۲۰۰۹-۰۸-۱۰
هرات
دوام لري




 
       پيوندونه
· . ژباړنې
· . lawang


. ژباړنې:
قران او ساينس: نسيم پسرلی



       امتياز
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد



       ټاكنې

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل



اړوندې موضوعګانې

ژباړنې





د اړيكوپته:nangrahar@gmail.com
Новая страница 1