NAB - ولس نه ژاړي انسانیت ژاړي :ولاړ


       سرليكونه
· لومړۍ پاڼه
· لټون
· موضوعګاني
· نور سايټونه
· وړانديزونه اولارښونې
· د ليكنې ليږل
· د ليکنو زيرمه
· د ليکنې موندل
· د پاڼې څرنګوالی
· دليکنو زيرمه
· دليکوالو ورځنۍ ليکنې


       منځپانګه
· ټولنپوهنيز –كلتوري بحث : م۔ا۔كرگر
· بشر مل ناصر څو ښکلي شعرونه
· د ازادي د ورځ په ویاړ : حفیظ ملیار
· د لانجو اواري ..: محمد نعيم كاكړ
· د خوا خو ۍ پېغا م
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· مرګ اوژوند : شکرالله طاهري
· غـــزل : سمیع الدین افغاني
· مبایل : ګل رحمن رحماني
· دوستي : محمد یوسف
· داجل ساقي : شکرالله طاهري
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· غزل : بشرمل نا صر
· ساپی د ادبي او.. :عبدالقادر مسعود
· غزل . بشرمل ناصر
· غزل : دروېش درانى
· غزل : بشرمل ناصر
· غزل : شکرالله طاهري
· درمضان دمياشتې روژه :امين زی
· غزل:سلګۍ ځلا
· د جنت مياشت : رشتين
· نن يو مخ پښتانه ولي..؟ نعیم کاکړ
· غزل:محمد یوسف خدمتګار
· ټولو لوستونکو او ليکوالو ته
· غزل//انعام الله ګوهر
· دریڅه : ډاکټر حنیف بکتاش
· څه تيريږي؟سميع الدين افغاني
· غزل :انورالحق ( يرغل )
· د جلال پرشعر څوخبرې :رغاند
· غزل : محمد یوسف

ډېر مخكېني مطالب


 شعر: ولس نه ژاړي انسانیت ژاړي :ولاړ

شعر

ولس نه ژاړي انسانیت ژاړي : نیک محمد ولاړ
چې لوی غاپي ، کوچني تراپي
ځکه سپي پر بام غلو ته غاپي



اوبه له سر ه خړيږي نه له پایه
د خره په لکۍ سپور ویریږي له ځایه
په خوله خوږ دی ، په زړه کې ارمان د غلا
د خپل کام او هیواد سره کوي ناروا
له سره یې لویږی هر ګړی پګړۍ
په پلمو ولس خطا باسي دا کوکي ناوکۍ
نه شته د هغه په قاموس کې عدالت
په لوی لاس ورکوي خایین ته معافیت
په واک ورکولو دځناورو نوم ایږدی ادم
په دستار کله له خره جوړویږی بنیادم
ړوند شوې په سترګو نه ویني خپل
په غوږونه کوڼ دی نه اوری مګر د بل
کوږ اوږ ته وایې په خدای دې سم سیده
ترکستان ته روان دی ترې ورکه ده قبله
هینجه ور پيژني ولس ته اصل ګلاب
ښکنځل کوي پښتون په خپل انتخاب
هیواد ورته ایسي په ځان ګل او ګلزار
د عقل په تول له خرو دی ډیر قرضدار
لکه خر تل ولاړ وي د لارو په اوبو
وایې اوبه نه مداریږي زما په کړو
هر څه بولي له خپله پوه او لیاقت
وايې له مانشته بل پوه په سیاست
وايي نیم غله ملي دي نیم بین المللي
نیم ځانګړی امنیتي دی نیم یې اجرتي
سپاهیان يي دي له ورځې ملنګ د شپې پلنګ
د بهرنیانو په امر له خپلو سره کوي جنګ
هر یو وزیر یي خپله خر له خټو باسي سم
د نورو د خرو نه او آسانو کله لري غم
خپله ناست دی په زور د دیموکراسۍ
کار یې دی چورکراسي زورکراسي
شعار يې دی تر څو چلیږې چلیزه
کنه ددی ملکه لکه بڼکه کړه ګریزه
اریان یم ستاخر په خر ګردان دولت ته
سل مشاورین دی ساتلی دی خجالت ته
لکه دجال د شپې پالان ګندی د سلاکارو سره
سهار دی هیر وی هغه پلان د بلا کارو سره
نه پلان لرې، نه نخښه نه موخه نه مرام
داسي کوې چې شیطان نه وي ورته پام
د پښتون بڼ دی کړخب او چوپ پی
تر پښو لاندي کوی ګلان پريږدی نی
کله کوی غرب ته کله شرق دولاسه سلام
استوی کله روس ته کله چین ته پيغام
د کلاوې سر دی له اوله درنه ورک
دچوپړ دې نه مالومیږي تر اوسه څرک
لوی زړه لري و جانیانو ته ورسره اخلا ص
داسې کارونو والاکه وکړي ماداخلاص
یوه خوله یې سره د رباني سیاف او دوستم
دوستي دې په مجددي محقق او اسمعیل ده ختم
په اصل کې دی وطن پلرونکو ته دی پام
ته يې د هغو چورندوک پورته کړی یې پر بام
وایې نه یم خاین په نامه نه لرم هیڅ مال
خپلوانو دې د قارون څنګه پیدا کړ جلال
غټ خلک نه ثبتوي مالونه په خپل نوم
چې لري ورور ، خور زوی میرمن او زوم
ستا په ځنګله کې خاین ته جزا نشته نه دوسیه
نه د قاضي امرڅوک مني نه ده سمه  محاکمه
د ځنګل په قانون کې پاچا دی زورور
ځکه اکثریت له دولته سوی دی مرور
دشپیلۍ تر ږغه نه جوړیږی دا هیواد
که ستا همدامشری وی او همدا جواد
تر څو محاکمه نشي خاین قاتل او تور
پر سپين آس به افغان نه شي سپور
چې ورک نشي له هیواد ه دا خسان
نه د شرق نه دغرب منو دا احسان
که پوستونه ویشل کیږی د کامو نو اهل ته د کار
که شپه توره ده مڼې بایدووېشل شي په شمار
وزیر د بل واک د بل چکچکې کوي په ما
ته ډاریږې د هغو غلو، ولس یې نه لرې پروا
زموږ په ماشومانو، زړو روان دی تجارت
زموږ میندې بوري کیږي ستا په دې جرات
ګارد دې دی ټوله تور عینکې امریکایي
وزیران د ې دي پاکستاني، ایراني او تنظیمي
په اومه تار دی تړلی ولس چې یم پښتون
کاشکې په خپل نوښت ځان وځړوی په ستون
هم به پاک شهید شي هم پاک غازي
موږ به په سجده شو د خدای به شو راضي




 
       پيوندونه
· . شعر
· . lawang


. شعر:
شپې : لونګ



       امتياز
منځنى امتياز: 5
د رايو شمېر : 1


د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد



       ټاكنې

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل



اړوندې موضوعګانې

شعر





د اړيكوپته:nangrahar@gmail.com
Новая страница 1