NAB - د سترو خيالونو ځواک:انبيا ژمن


       سرليكونه
· لومړۍ پاڼه
· لټون
· موضوعګاني
· نور سايټونه
· وړانديزونه اولارښونې
· د ليكنې ليږل
· د ليکنو زيرمه
· د ليکنې موندل
· د پاڼې څرنګوالی
· دليکنو زيرمه
· دليکوالو ورځنۍ ليکنې


       منځپانګه
· ټولنپوهنيز –كلتوري بحث : م۔ا۔كرگر
· بشر مل ناصر څو ښکلي شعرونه
· د ازادي د ورځ په ویاړ : حفیظ ملیار
· د لانجو اواري ..: محمد نعيم كاكړ
· د خوا خو ۍ پېغا م
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· مرګ اوژوند : شکرالله طاهري
· غـــزل : سمیع الدین افغاني
· مبایل : ګل رحمن رحماني
· دوستي : محمد یوسف
· داجل ساقي : شکرالله طاهري
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· غزل : بشرمل نا صر
· ساپی د ادبي او.. :عبدالقادر مسعود
· غزل . بشرمل ناصر
· غزل : دروېش درانى
· غزل : بشرمل ناصر
· غزل : شکرالله طاهري
· درمضان دمياشتې روژه :امين زی
· غزل:سلګۍ ځلا
· د جنت مياشت : رشتين
· نن يو مخ پښتانه ولي..؟ نعیم کاکړ
· غزل:محمد یوسف خدمتګار
· ټولو لوستونکو او ليکوالو ته
· غزل//انعام الله ګوهر
· دریڅه : ډاکټر حنیف بکتاش
· څه تيريږي؟سميع الدين افغاني
· غزل :انورالحق ( يرغل )
· د جلال پرشعر څوخبرې :رغاند
· غزل : محمد یوسف

ډېر مخكېني مطالب


 ژباړه: د سترو خيالونو ځواک:انبيا ژمن

ژباړنې

د سترو خيالونو ځواک ;ژباړن: انبيا ژمن
د شتمن کېدو لپاره د پلان جوړونې په کار کې چا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو خيالونه له منځه يوسي. له خپلو ورځنيو او تېرو برياوو سره بايد آشنا شي. بايد د هغو کسانو له ژوند سره بلد شئ چې د ارزښتناکه څيزونو خيال يې موږ ته په واقعيت اړولي دي، ما او تاسو ته يې امکان راکړئ چې خپلې وړتياوې څرګندې کړو او ګټه ورڅخه واخلو.



که غواړئ کوم داسې کار ترسره کړئ چې سم وي او ډاډ پرې ولرئ، ځنډ مه كوئ يو ګام وړاندې واخلئ او خپل خيال ته د عمل جامه ورواغوندئ. هېڅکله دغه او هغه ته غوږ مه نيسئ. فکر مه کوئ چې كېداى شي د يو څه وخت لپاره له ماتې سره مخ شي. ځکه، ښايي نور پوه نه وي چې هره ماتې له ځان سره د برياليتوب کښت لري. ټوماس اډېسون د څراغ جوړول په خپل خيال کې درلودل او غوښتل يې داسې څراغ جوړ کړي چې په برېښنا روښانه شي. هغه تصميم ونيو چې خپل دې خيال ته د عمل جامه ور واغوندي او سره له دې چې له زر کرته ډېر له ماتې سره مخ شو، دومره ټينګ شو ترڅو چې بريالى شو.
ولان په ځنځيري ډول د سګرېټ پلورلو خيال درلود. هغه هم خپل خيال ته د عمل جامه ور واغوسته چې نن د ملګري سګرېټ  په نامه سګرېټ پلورنځيو د امريکا د غوره پلور سيمو يوه برخه ځان ته ځانګړې کړې ده.
د رايټ وروڼو د يوه داسې ماشين جوړولو خيال درلود چې په هوا کې والوزي. اوس هر څوک د نړۍ په هر ګوټ کې پوهېږي چې هغوى خپل خيالونه له حقيقت سره نښلولي دي.
مارکوني د داسې نظام جوړولو په خيال کې و، چې له سيم پرته او د راډيويي پيغام د څپو له لارې مخابره وکړي. نن کولاى شي د هغه د خيال ثبوت د راډيو او ټلويزيون په پلورنځيو کې وګورئ. کېداى شي تاسو ته په زړه پورې وي چې د مارکوني ملګرو د هغه فکري سلامتيا ته د شک په سترګه کتل او هغه يې رواني روغتون ته ولېږه. ځکه چې هغه عقيده درلوده چې داسې بنسټ يې تر لاسه کړى چې کولاى شي د هغه په مرسته له سيم پرته پيغام د څپو په بڼه مخابره کړي. اوس هم د خيالونو لرونکي له هغوى څخه کم څه نه لري. نړۍ له وړ چانسونو څخه ډکه ده چې مخکيني خيال لرونکي هېڅکله له هغه څخه خبر نه وو.
د خيال لرلو او خيالي پاتې کېدو لپاره ‌ذوق او علاقه لومړي ټکي ګڼل کېږي چې د خيال څښتن بايد له هغه څخه پيل وکړي. خيال په ټنبلۍ، بې پروايۍ يا د هيلې او الهام په نه لرلو سره له منځه نه ځي. پام مو وي ټول هغه کسان چې په ژوند کې بريالي کېږي، کېداى شي په پيل کې له ستونزو سره مخ شوي وي. کېداى شي اړ شوي وي چې يوې هيله منې هڅې ته لاس واچوي چې بايد او شايد ستونزې اوارې کړي ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.
جانبانيان د کتونکو پرمختګ په نامه خپل ادبي مذهبي ټوک هغه وخت وليکه چې دى يې د مذهبي جرمونو د عقيدې له امله په جېل کې واچاوه او جزا يې ورکړه.
د امريكا تكړه كيسه ليكوال اْهنري هغه وخت له خپل ذهني نبوغ او ځواک څخه خبر شو، چې کله يې د اوهايو د کلمبوس ښار د جېل په وړه کوټه کې شپې، ورځې تېرولې. هغه اړ و، چې له خپل خيالي ځواک څخه كار واخلي. په همدې جېل کې و، چې پر ځاى د دې چې ځان بدبخته مجرم وګڼي، ځان يې يو لوى ليکوال وګاڼه.
هلن کلر له زېږېدنې څخه څو ورځې وروسته، کوڼ، ړوند او ګونګى شو. له دې بدبختيو سره سره، هغه خپل نوم په تاريخ کې د مشهورو څېرو په کتار کې راووست. هلن کلر ثابته کړه که څوک ځان ماتې خوړونکى ونه ګڼي، د ماتې خوړونکو په ډله کې نه راځي. پام مو وي چې د غوښتلو او تر لاسه کولو ته د چمتو تر منځ توپير شته. برياليتوب ته د اوښتلو ټکي د کړکېچ له موکو څخه پيلېږي. له پيل څخه مخکې پوه شي چې ايمان هغه څيز دى چې تاسو ته ژوند، ځواک او عمل در بښي.
دا ټکي بيا او څو ځله ولولئ. د دې ارزښت لري چې په جګ غږ يې ولولئ. ايمان د شتمنۍ د زېرمه كولو د پيل ټکى دى. ايمان د ټولو اعجازو بنسټ دى. د ټولو هغو رازونو بنسټ دى چې د پوهې د قانون په مرسته نشو کولاى څېړنه يې وکړو.

ايمان داسې عنصر دى چې کله له خوښۍ او غوښتنو سره ملګرى شي، انسان له خدايي ځيرکۍ سره په اړيکه کې ټينګوي. ايمان داسې عنصر دى چې فکر ته بدلون ورکوي. ايمان د انسان د ‌‌ذهن جوړ شوي او په کار اچول شوي فکر د هغه په روحاني او معنوي معادل باندې بدلوي. ايمان يوازينى لامل دى چې په مرسته يې کولاى شو د خدايي ځيرکۍ ځواک د انسان په چوپړ کې واچوو.
فکر وکړئ او شتمن شئ، (ناپېليون هېل)




 
       پيوندونه
· . ژباړنې
· . lawang


. ژباړنې:
قران او ساينس: نسيم پسرلی



       امتياز
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد



       ټاكنې

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل



اړوندې موضوعګانې

ژباړنې





د اړيكوپته:nangrahar@gmail.com
Новая страница 1