خوږو ملګرو ته!ميرويس رحماني ننګرهار
راسره مو دي يادونه
رالېږي پيغامونه
په ولا چې ياديږي
ها تېر شوي ماښامونه
چې به ټول سره راټول وو
چې به کړل مو بنډارونه
غريبۍ سره بېل بېل کړو
اوس مو نه شي ديدنونه
نا امېد له ژونده نه شې
مبارز اوسه ( خوځونه )
( ساحل ) دومره لري مينه
لږه نه ده له مجنونه
( يرغل ) هم زمونږ ملګرى
ډېر خواږه ليکي شعرونه
( زماني ) په هر يو بيت کې
بلوي په زړه اورونه
راشئ بيا سره يو ځاى شو
( رحماني ) وايم ( مفتونه )