NAB - مديريت څه ته وايي؟ژباړن: ژمن


       سرليكونه
· لومړۍ پاڼه
· لټون
· موضوعګاني
· نور سايټونه
· وړانديزونه اولارښونې
· د ليكنې ليږل
· د ليکنو زيرمه
· د ليکنې موندل
· د پاڼې څرنګوالی
· دليکنو زيرمه
· دليکوالو ورځنۍ ليکنې


       منځپانګه
· ټولنپوهنيز –كلتوري بحث : م۔ا۔كرگر
· بشر مل ناصر څو ښکلي شعرونه
· د ازادي د ورځ په ویاړ : حفیظ ملیار
· د لانجو اواري ..: محمد نعيم كاكړ
· د خوا خو ۍ پېغا م
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· مرګ اوژوند : شکرالله طاهري
· غـــزل : سمیع الدین افغاني
· مبایل : ګل رحمن رحماني
· دوستي : محمد یوسف
· داجل ساقي : شکرالله طاهري
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· غزل : بشرمل نا صر
· ساپی د ادبي او.. :عبدالقادر مسعود
· غزل . بشرمل ناصر
· غزل : دروېش درانى
· غزل : بشرمل ناصر
· غزل : شکرالله طاهري
· درمضان دمياشتې روژه :امين زی
· غزل:سلګۍ ځلا
· د جنت مياشت : رشتين
· نن يو مخ پښتانه ولي..؟ نعیم کاکړ
· غزل:محمد یوسف خدمتګار
· ټولو لوستونکو او ليکوالو ته
· غزل//انعام الله ګوهر
· دریڅه : ډاکټر حنیف بکتاش
· څه تيريږي؟سميع الدين افغاني
· غزل :انورالحق ( يرغل )
· د جلال پرشعر څوخبرې :رغاند
· غزل : محمد یوسف

ډېر مخكېني مطالب


 ژباړه: مديريت څه ته وايي؟ژباړن: ژمن

ژباړنې

 مديريت څه ته وايي؟ژباړن: انبيا ژمن
مديريت په لغت کې د (يوه سازمان) د اداره کولو په مانا دى ولې نن ورځ د انساني سازمانونو په چټک پرمختګ او ودې سره چې د تمدن د پراختيا او د اړتياوو د روښانه کېدو له امله رامنځ ته شوى دى، مديريت د لارښوونې او يا داسې بشپړو شوو پوهو د ټولګې په مانا دى چې له لارې يې وګړي په سازمان کې د غږملتيا په رامنځ ته کولو سره د هغې اغېزمنتيا ډېروي.



مديريت د پلان جوړونې د علم او هنر له اټکل څخه عبارت دى. مديريت عبارت دى له تنظيم څخه (د کار وېشل او د دندو ټاکل). مديريت عبارت دى له لارښوونې او رهبرۍ څخه (تر لاس لاندې وګړو ته لارښوونه او د هغوى په زړونو کې د نفوذ پيدا کولو وړتيا). مديريت عبارت دى له څارنې او کنټرول څخه (د وګړو په کړو وړو څارنه او د هغوى د تېروتنو سمونه) او په پاى كې مديريت عبارت دى د غږملتيا له رامنځ ته کول او د کار کوونکو تر منځ د سېسټمي کتنې رامنځ ته کول.
ټول ياد شوي بحثونه په سازماني سرچينو باندې ترسره کېږي چې د هر سازمان تر ټولو مهمه او ارښتناکه شتمني د هغوى انساني منابع (کارکوونکي) دي او وروسته نور دې ته ورته منابع لکه فزيکي، مادي او مالوماتي شتمنۍ په کتار کې راځي.
مديريت په اغېزناکه او ماهرانه ډول د مادي او انساني منابعو د لارښوونې او کنټرول د پلان جوړونې، تنظيم او د امکاناتو او منابعو د سمبالونې لړۍ ده چې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو لپاره او د منلو وړ ارزښتناک نظام پر بنسټ ترسره کېږي.
پورته ياد شوى تعريفونه لاندې کليدي مفهومونه او معناګانې لري
۱- مديريت يوه لړۍ ده.
۲- د مديريت مفهوم او مانا د انساني جوړښت لارښوونه ده
۳- اغېزناک مديريت وړ پرېکړې کوي او غوښتل شوې پايلې ترلاسه کوي
۴- مديرانه تخصيص او لګښت ته ګټور مديريت وايي
۵- مديريت په موخو لرونکو کړنو باندې تمرکز کوي
د مدير دندې
پلان جوړونه: پرېکړه کول چې بايد کوم کارونه ترسره شي.
نظم او ترتيب: نظم داسې لړۍ ده چې په بهير کې يې د وګړو او کاري ډلو تر منځ د کار وېشل او د موخو د تر لاسه کولو په اړه د هغوى تر منځ غږملي رامنځ ته کېږي.
لارښوونه او رهبري: دا دنده يعنې د سازمان د موخو د تر لاسه کولو په اړه ترلاس لاندې وګړو ته د انګېزې او ذوق د رامنځ ته کولو لپاره د مدير هڅې.
کنټرول: کنټرول غوښتل شوو موخو ته د رسېدو يوه منظمه هڅه ده.




 
       پيوندونه
· . ژباړنې
· . lawang


. ژباړنې:
قران او ساينس: نسيم پسرلی



       امتياز
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد



       ټاكنې

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل



اړوندې موضوعګانې

ژباړنې





د اړيكوپته:nangrahar@gmail.com
Новая страница 1