لکه ګل ښکاریدله :پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)
آینی ته دلبر ناست وه ځان یی خپل سینګاروله له شا نه ما چی وکتل وربل یی جوړوله چپه ، راسته زلفان یی په اوږو راخوری وه سپوږمی شانته یی مخ رڼا هر خوا خپروله
نظریی چی پرما شو دواړه شونډی په مسکاشو کجل یی وه په لاس دواړه سترګی توروله ما هسی ښایسته دلبر په ژوند نه وه لیدلی چی شا او مخ یی دواړه لکه ګل ښکاریدله
پوهندوی دوکتورسیدحسام (مل)
جرمنی ۱۶-۱-۲۰۱۰