دوه غزلې: شرین اغا جهانګیر
یاره که د خپل نظر ښاغلی دې کړم در به شم
سوځم لمبه کېږمه که غلی دې کړم در به شم
سوچ کې مې هم نه راته چې دومره به بدنامه وې
مینې که د ځان غوندې سپېڅلی دې کړم در به شم
زه مې لکه خپل د قسمت ستوری راپرېوتی یم
خیاله که د لمر په شان ختلی دې کړم در به شم
لار مې د منصور لاره منزل مې د منصور منزل
ګورو به زندانه که تړلی دې کړم در به شم
دا تندی د غره تندی د وخت سجدې ته جوړ ندی
پوه یمه ضميره که وژلی دې کړم در به شم
شیرین اغا جهانګیر
۲۶-۰۱-۲۰۱۰
رباط سنګي هرات
راشــي ســهــرونــو تـــه تــیارې ځــان ســره راولي
داســې ستــوري نــشـته چې ډیــوې ځان سره راولي
زمـــونــږ لا د خــزان زخمــونـه نـه وي رغیدلي چې
شــور شي سپـرلی راشي سرې لمبې ځان سره راولي
مــونږ ته به سبا څــنګ د بېــګا په شانــتې نه ښکاري
وخــــت د زړونــــو مــاتــې آیــنــې ځــان سـره راولي
هله به معلوم شي چې رندان څوک زاهــدان څوک دي
پــرېــږده چــې ســاقـي خـو پـېـمـانـې ځـان سره راولي
رنګ به مې د خیال او هنر وځلیـږي شـور جـوړ کړي
عـشــق بـه مـې څـه داسـې زمـانـې ځان سره راولي
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګی هرات
۲۴-۰۱-۲۰۱۰