NAB - د بازمحمد عابد د خدمتونو نازونه


       سرليكونه
· لومړۍ پاڼه
· لټون
· موضوعګاني
· نور سايټونه
· وړانديزونه اولارښونې
· د ليكنې ليږل
· د ليکنو زيرمه
· د ليکنې موندل
· د پاڼې څرنګوالی
· دليکنو زيرمه
· دليکوالو ورځنۍ ليکنې


       منځپانګه
· ټولنپوهنيز –كلتوري بحث : م۔ا۔كرگر
· بشر مل ناصر څو ښکلي شعرونه
· د ازادي د ورځ په ویاړ : حفیظ ملیار
· د لانجو اواري ..: محمد نعيم كاكړ
· د خوا خو ۍ پېغا م
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· مرګ اوژوند : شکرالله طاهري
· غـــزل : سمیع الدین افغاني
· مبایل : ګل رحمن رحماني
· دوستي : محمد یوسف
· داجل ساقي : شکرالله طاهري
· غزل : محمدیوسف خدمتګار
· غزل : بشرمل نا صر
· ساپی د ادبي او.. :عبدالقادر مسعود
· غزل . بشرمل ناصر
· غزل : دروېش درانى
· غزل : بشرمل ناصر
· غزل : شکرالله طاهري
· درمضان دمياشتې روژه :امين زی
· غزل:سلګۍ ځلا
· د جنت مياشت : رشتين
· نن يو مخ پښتانه ولي..؟ نعیم کاکړ
· غزل:محمد یوسف خدمتګار
· ټولو لوستونکو او ليکوالو ته
· غزل//انعام الله ګوهر
· دریڅه : ډاکټر حنیف بکتاش
· څه تيريږي؟سميع الدين افغاني
· غزل :انورالحق ( يرغل )
· د جلال پرشعر څوخبرې :رغاند
· غزل : محمد یوسف

ډېر مخكېني مطالب


 بنډار: د بازمحمد عابد د خدمتونو نازونه

اونيزبنډار

په ننګرهار کې د بازمحمد عابد د خدمتونو نازونه وشوه 
په ننګرهار کې د نړۍ اونيزې د ادارې لخوا د هېواد د پياوړي ليکوال، شاعر، او درانه شخصيت بازمحمد عابد د ادبي خدمتونو په وياړ يو شاعرانه او سندريز بنډار جوړ شو.  دغه بنډار چې د چهارشنبې په شپه د يون نېټ ورک په انګړ کې جوړ شوى و ، د ماښامنۍ له خوړلو وروسته پيل او د سهار تر ٣:٠٠ بجو يې دوام درلود.



په بنډار کې د ننګرهار ، لغمان ، کونړ ، کابل ، غزني ، ميدان وردګو او د هېواد د نورو سيمو له ليکوالو، شاعرانو، او فرهنګيانو سربېره ، له کوزې پښتونخوا څخه راغلو مېلمنو ډاکټر احمدشاه يوسفزي او ګوهر يوسفزي هم برخه لرله .
لومړى د نړۍ اونيزې کتونکي او په ننګرهار کې د يون نېټ ورک مسئول شريف الله ناصري مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه ، ورپسې د نړۍ اونيزې مسئول مدير انجينر فضل هادي فضليار د پرانستونکې وينا په ترڅ کې د پښتو شعر او ادب په ډګر کې د بازمحمد عابد په ترسره کړو خدمتونو رڼا واچوله.
وروسته د نجيب الله نايل لخوا په لاندې لنډۍ سره شاعرانه او سندريز بڼدار پيل شو :
د نيمې شپې سندرې خوند کړي
څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه
چې د هېواد د تکړه سندرغاړي بيدار پاچا او د هغه د هنري ډلې لخوا په کې د عابد صيب غزلې له موسيقۍ سره زمزمه شوې.
د سندريز بنډار په ترڅ کې د ګډونوالو په غوښتنه ځاى ځاى بازمحمد عابد صيب خپلې غزلې په خپل غږ کې هم اورولې.
په ناسته کې د پښتو کتابونو د چاپ په برخه کې د صميم ادبي ټولنې د مشر عطاالله حيران د خدمتونو يادونه هم وشوه او د نړۍ اونيزې د تېر خپرنيز کال کلکسيون ورته ډالۍ شو.
په دغه شاعرانه او سندريز بنډار کې د سيدعبدالله نظامي ، شفيع الله تاند ، توريالي جلالزي ، معين سهار ستانکزي ، دلدار شينواري ، ډاکټر اورنګزېب ، هجرت الله ايوبي ، ډاکټر حشمت الله نعيمي ، تميم جبارخېل او ګڼو نورو ملګرو لخوا بازمحمد عابد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې شوې




 
       پيوندونه
· . اونيزبنډار
· . lawang


. اونيزبنډار:
د ننګرهار ادبي بهير



       امتياز
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد



       ټاكنې

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل



اړوندې موضوعګانې

اونيزبنډار





د اړيكوپته:nangrahar@gmail.com
Новая страница 1