د عشق خبری . عبدالحفيظ مليار
ګرانی دي د عشق خبری ګرانې دي
ګوری چې د ښار نجونې ناځوانې دي
زلفو باند ې خپل مخ ته نقاب جوړ کړي
ورځ کړې توره شپه او بيا روانې دي
ته که مسلمانه يي منمه دي
ستا خو شوخې سترګې کافرانې دي
زخم مې په زړه کې لا مسکئ ښکاري
ستا د بڼو غيشي لا روانې دي
ستا د تکو سرو شونډو غوټۍ کې تل
د خوار حفيظ مليار وينې روانې دي
عبدالحفيظ مليار ويانا داتريش ښار